اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) د قومي اقتصادي كونسل د اېګزېكټو كمېټۍ ﴿اېكنك﴾ د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو منظوري وركړې۔ د اېكنك غونډه د نهې په ورځ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشره كښې وشوه۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې اېكنك په سكھر كښې د ال??كټرك پاور كمپنۍ ﴿سېپكو﴾ لخوا د نوي 132 كے وي ګرېډ سټېشن او د ټرانسميشن لپاره پروژو جوړولو٬ د سېپكو د برېښنا د وېشلو ?? پروژې او د توان د زيان كمولو ?? پروژې منظوري هم وركړه۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د روغتيا د قومي پروګرام د نظرثاني منظوري هم وركړې شوې۔ اېكنك د چترال٬ ګرم چشمه٬ دوراها سړك جوړولو٬ د بنو د زوړ سړك د دوه مخې كولو او د ښه كولو ?? پروژې٬ د پنډي ګھېب كوهاټ روډ د دوه مخې كولو او د ښه كولو ?? پروژې هم منظوري وركړې شوه۔ اېكنك د لاهور- سيالكوټ موټر??ے سېكشن د جوړولو د فنانسنګ په طريقو كښې د بدلون منظوري وركړه۔ د دې ن?? علاوه د باران بند ?? پروژې ?? پراختيا منظوري هم وركړې شوه۔ په غونډه كښې وزيرانو او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو