ډېره ??ګټي/اسلام آباد 14 ستمبر(اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د بلوچستان سباؤن د صوبې د اولس پھ لاسو كښې دے٬هغه وخت لرې نه دے چې بلوچستان به د هېواد تر ټولو مالداره ??وبه وي٬بلوچستان كښې 455 اربه روپۍ به د سړكونو په پروژو خرڅ كولې شي٬د ټولو ضلعو هېډكوارټرو له به ګاز وركولې شي۔د وفاقي حكومت په مرسته به صوبه كښې 21 پوهنتونونه جوړولې شي٬مرور بلوچ ورونړه دې د ډنډورو په ځاې د صوبې او اولس پھ پرمختګ ګښې برخه واخلي٬محمد نواز شريف پھ دور كښې د برېښنا تاريخي پروژې پېل شوي دي٬د كومو ميوې به چې د بلوچستان اولس ته ترلاسه شي او تر ټولو قيمتي وسيله اوبه دي كومې چې په تېر وخت كښې نظرانداز كړی شوي دي٬د اوبو چارو كتلو لپاره ??لا وزارت جوړ كړی شوې٬د سپريم كورټ د 28 جولائي پريكړې سره ??تفاق نه لرو خو د هغې احترام كوو۔ډېره ??ګټي به په راروان ټول ټاكنو كښې د مسلم ليګ(ن)مركز وګرځي٬د ډېره ??ګټي اولس س??ه لوظ كوو چې د هغوي مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ډېره ??ګټي كښې د كچي كنال پروژې پرانستې نه پس غونډې ته په خپل خطاب كښې وكړه۔په دې موقع وفاقي وزيران احسن اقبال٬عبدالقادر بلوچ٬سيد جاوېد علي شاه٬جام كمال٬دوستين خان ډومكي٬د بلوچستان اعلٰی وزير ثناﺀ الله زهري او د بلوچستان صوبائي وزيران او چارواكي هم موجود وو۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل حق خو دا وو چې نن دلته محمد نواز شريف موجود وې ځكه چې دا د هغه پروژه ده٬په 1998 كښې هغه د دې بنياد اېښودې ؤ او نن په 2017 كښې د دې پرانسته وشوه۔ډېرو خلقو به دا وئېل چې دا څنګه پروژه ده چې په يو ايكړ وفاقي حكومت11 لكه روپۍ خرڅ كوي خو دا معمولي منصوبه نه ده په دې 80 اربه روپۍ خرڅ شوي دي۔ده ووئيل پروژه پھ 2002 كښې پېل شوې وه وه خو دې ته پام لرنه نه ده شوې٬په دې مهال د آمر حكومت هم تېر شوې دغسې د پيپلز ګوند حكومت هم راغلې خو چا هم دې پروژې ته پام لرنه نه ده كړې٬ ده ووئېل محمد نواز شريف دا پروژه مخ په وړاندې بوتللې او د دې لپاره يې فنډ وركړی نن پروژه ستاسو په وړاندې ده٬دې پروژې سره ??ه د ډېره ??كټي داولس تقدير بدل شي۔ده ووئيل ډېر حكومتونه راغلي او هغوي يوازې خبرې كړي او ستاسو څخه يې ووټ ترلاسه كړی٬د مسلم ليګ(ن)حكومت خبرې نه كار كوي٬د اولس مسئلې حل كوي٬نن د بلوچستان سباؤن د صوبې د اولس په لاسو كښې دے٬دا پروژه د دوو صوبو ترمينځه دمينې عكاسي ده۔ د ډېره ??كټي او سوئي لپاره ?? څښلو اوبو او ګاز مسئلو په اړه وزيراعظم ووئيل دا ستاسو نه زمونږ مسئله ده٬دا به په مستقل توګه حل كولې شي۔ده ووئيل دا په تاسو احسان نه دے زمونږ فرض دي او هغه ترسره كوو او زه دا وئېلو سره ??اور لرم چې هغه وخت لرې نه دے چې بلوچستان به د پاكستان تر ټولو مالداره ??وبه جوړه شي دا يوازې د وئېلو خبره نه ده حقائق ستاسو په وړاندې دي٬وزيراعظم ووئيل كه تاسو د ووټ پريكړه سمه كړی ده نو د هغې ميوې به هم تاسو ته ترلاسه كېږي۔ده ووئيل د 200 اربه روپو څخه زياتې د اوبو پروژې به په بلوچستان كښې پیل كولې شي دغسې 25 اربه روپۍ به د برېښنا پروژوخرڅ كولې شي۔ده ووئيل دا هغه پروژې دي كومې چې په موقع په نظر راځي٬ ده ووئېل 455 ارب روپۍ به د بلوچستان د سړكونو په پروژو خرڅ كولې شي۔د بلوچستان ټولو ضلعي هېډكوارټرو له به ګاز وركولې شي او په دې به 15 اربه روپۍ لګښت راځي٬ دا كار پھ موقع پیل شوې٬په بلوچستان كښې به د وفاقي حكومت په مرسته 21 پوهنتونونه جوړولې شي۔شاهد خاقان عباسي ووئيل ګوادر يوازنۍ ذريعه ده چې ورسره ??ه بلوچستان د پاكستان ترټولو مالداره ??وبه جوړه شي او زه نن هغه مرور ورونړو ته خواست كوم چې بې ځايه ډنډورو په ځاې د صوبې د اولس تعمير او پرمختګ كښې برخه واخلي۔ده ووئيل تېرو څلورو كلونو كښې نواز شريف د موټروے جال خپور كړی٬د هېواد تاريخ كښې د 70 كلونو په مهال د برېښنا دومره پروژې نه دي پیل شوې لكه چې څومره پھ دې مهال پېل شوي۔ده ووئيل د اوبو پشان مهم څيز د څو لسيزو راهسې نظرانداز كړی شوې٬نن په بهاشا بند كار روان دے كوم به چې ټول پاكستان له اوبه وركوي۔د مومند بند سره ??ه د خېبرپښتونخوا تقدير بدل شي۔وزيراعظم ووئيل د او جي ډي سي د اړخه ډېره ??ګټي كښې د لس كروړه روپو لګښت سره ?? 50 كټونو روغتون جوړولې شي د دې نه ځانله د بېلو كالجونو زده كوونكو له به سكالرشپ وركولې شي دغسې د 11 كروړه روپو لګښت سره ??ه يو رېسكيو سنټر هم جوړولې شي۔ده ووئيل سپريم كورټ په 28 جولائي يوه پريكړه كړی مونږ د دغې پريكړی سره ??تفاق نه كوو خو احترام يې كوو۔نواز شريف د پريكړی نه پس د وزيراعظم چوكۍ پرېښودو سره په څلورو ورځو كښې بيا حكومت جوړ كړو٬په دې مهال پھ هېواد كښې ډنډوره ??وې وه ۔ده ووئيل راروان كال جون نه پس چې كله حكومت خپله موده پوره كړي او تاسو له به پريكړه كول وي چې د پرمختګ ملګرتيا كوۍ يا د ډنډورو٬د ټولو ګوندونو كاركردګي ستاسو په وړاندې ده۔وزيراعظم ووئيل مونږ ستاسو سره لوظ كوو چې ټولې اولسي مسئلې به حل كولې شي٬هېواد كښې جمهوريت ته وده ترلاسه شوې او دا عمل به مخ په وړاندې بوتلې شي۔د دې نه وړاندې د واپډا چيئرمېن لېفټيننټ جنرال(ر)مزمل حسېن وزيراعظم ته د كچي كنال منصوبې په اړه بريفنګ وركړو