اسلام آباد ۔ 18ستمبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير محمد برجېس طاهر وئيلي دي د ا??ن اے 120 ضمني ټاكنو كښې د بېګم كلثوم نواز او مسلم ليګ (ن) كاميابۍ كرېډت مريم نواز ته ځي۔ د ضمني ټاكنو نتيج?? د ??اكستان د سياست رخ متعين كړې۔د لاهور اولس يو وارې بيا ثابت كړې چې محمد نواز ??ري?? د دو??ي حقيقي سياسي لارښود دے۔ ده د ګلګټ بلتستان او بلوچستان په شمول ټول هېواد ته پرمختيائي منصوبې وركړې۔ په تېر وختونو كښې دې مثال نه لري۔ د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل اولس نن هم نواز ??ري?? خپل وزيراعظم مني او هم دا سوب دے چې څومره جذبې سره ئې لاهور ته په راتګ نواز ??ري?? ته هركلې وئيلې وو ددې څخه زيات جوش او جذبې سره ئې د حلقه اېن اے 120 په ټاكنو كښې برخه واخسته۔ ده ووئيل دې نتيجې پاكستان كښې د سياست رخ متعين كړې۔ دې سره كه يو اړخ ته مريم نواز د لارښودنې خپل صلاحيتونه په بشپړه توګه كارولي نو بلخوا په راروانو ټاكنو كښ?? د ??سلم ليګ (ن) په زړه پورې كاميابي باوري شوې۔ ده ووئيل حلقه اېن اے120 كښې د سياسي او غېر سياسي منصوبه بندۍ باوجود د تحريك انصاف ماتې خوړل عمران لپاره د عبرت وړ دي۔ ده ووئيل كو?? سياسي لارښود سره چې اولس وي د?? د ??وم سازش او منصوبه بندۍ د لارې سياست څخه بهر كو??و سره خپل ناوړه مقاصد ترلاسه كېدې نه شي۔ ده ووئيل نوازي ??ري?? خذمت كو??و سره د اولس زړونه ګټلي دي۔ بلخوا عمران خان د اولس د خذمت په ځائې د سازشونو لړۍ روانه كړې۔ ده ووئيل لكھ څنګه چې عمران خان ته د ا??ن اے 120 حلقه كښې ماتې شوې دغسې په نورو محاذونو به هم عمران خان ته ماتې وشي