اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د كرسمس بنيادي روح دا دے چې خوشحالې وويشل شي او ټول انسانيت سره مينه وكړې شي٬ د پاكستان حكومت د مذهب٬ عقيدې او يقين نه پرته د ټولو وګړو مساوي او يو ډول آزادي مقدسه ګڼي٬ د كرسمس په موقع خپلو ټولو مسيحي وروڼو ته مباركي وركوم۔ د كرسمس په موقع په خپل پېغام كښې وزيراعظم و??ئيل ??ې يسوع مسيح د ټولو انسانانو په نېك او پاك ژوند تېرولو كښې لا??ښونه كړې او دوي ته ئې وئيلي دي چې د خدائ نه رحمت طلب كړي۔ وزيراعظم په دې موقع د ترهګرې په ضد جنګ كښې د مسيحي وروڼو قربانيو ته پېروينه وړاندې كړه۔ ده ووئيل ??ې يسوچ مسيح د امن٬ ورورولې او محبت تعليمات او خيالات ټول انسانيت لپاره دي۔ ده ووئيل چې مونږ يوه داسې ټولنه جوړولو لپاره پوخ عزم لرو چرته چې د اختلاف رائې احترام و??ړې شي٬ يو قوم چې پكښې ب??دا??ت او همغږي وي او يو رياست چې پكښې ټول وګړي يو ډول حقوق او موقعې ولري۔ ده ووئيل چې مونږ په خپلو مسيحي وروڼو فخر كوو٬ هغوي زمونږ د كثيرالثقافتي سياست لا??مي جزو دي او زه باور لرم چې هغوي به د پاكستان په پرمختګ او خوشحالې كښې روان ??رد??ر لا ګړندې كړي۔