اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د سعودي عربستان سمندري ځواك دو??م مشر فهد ب?? عبدالله د نيول هېډكوارټر دوره وكړه او د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي سره يې ملاقات وكرو۔نيول هېډكوارټر ته په راتلو د پاك سمندري ځواك مشر د سعودي عربستان سمندري ځواك دو??م مشر هركلے وكړو۔د پاك سمندري ځواك يوې چمتو ډلې ګران مېلما ته سلامي وركړه۔د سلامۍ څخه وروستو ګران مېلما سره چيف آف سټاف او په نيول هېډكوارټر كښې پرنسپل سټاف آفيسرز معرفي كړې شول۔ دې څخه وروستو فهد ب?? عبدالله د پاك سمندري ځواك مشر سره ملاقات وكړو۔ملاقات كښې په پېشه وره چارو او دو?? اړخيزه سمندري شريكوالۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د دوارو هېوادنو تر??ينځه د مرستې په بېلو څانګو هم غور وشو۔ګران مېلما ته يو بشپړ بريفنګ وركړې شو۔د خپلې دو??ې په دو??م پړاؤ كښې به وائس اېډمرل فهد ب?? عبدالله لاهور او كراچ?? كښې نيول فيلډ كمانډز سره ملاقاتونه كوي۔د پاك سمندري ځواك او رائل سعودي نيول فورسز تر??ينځه د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې دي۔د رائل سعودي نيول فورسز جوړېدو كلونو په مهال د پاك سمندري ځواك لخوا وركړې شوي تربيتي آسانيو او تكنيكي مشاورت د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو تر??ينځه د نزدې اړيكو د ودې بنياد اېښودلې۔ د رائل سعودي نيول فورسز يو شمېر سينئر افسران پاكستان كښې تربيه كړې شوي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې فهد ب?? عبدالله د سعودي نيول فورسز درېم پرله پسې مشر دې كوم چې د پاكستان نيول اكېډمي ګريجوېټ دې۔د خپل منصب سنبهالولو څخه وروستو دا د ده اولنۍ غېر ملكي دوره ده كومه چې پاكستان سره د ده د نزدې تعلق څرګندونه كوي۔د ده دې دورې سره به د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو تر??ينځه اړيكې لا مستحكم شي