اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د انډونې??يا د اولس مشر جوكو وېدودو وزيراعظم هاؤس ته په راتګ ??ود هركلې وكړے شو٬ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د هغه هركلې وكړو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو قومي سرودونه وغږول شول۔ د انډونې??يا اولس مشر ته د پاك پوځ يوې چټك ډلې ګارډ اف آنر وړاندې كړو۔ ده د ګارډ اف آنر جاج واخستو۔ د دې نه پس د پاكستان د هوائي پوځ درې جے اېف 17 تھنډر الوتكو د ونګ كمانډر كاشف كمال په مشرې كښې تر 500 فټه لاندې پرواز كولو سره د دروند مېمله سلامي او د فلائي پاسټ پياوړې څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د انډونې??يا اولس مشر جوكو وېدودو سره وفاقي وزيران هم معرفي كړے شول۔