اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د خبر رسنو ادارو په نړيوال كنفرنس ﴿آئي سي اېن اے﴾ كښې ګډون كولو لپاره راغليو غېر ملكي استازو تېره ورځ د سياحتي ځايونو دامن كوه٬ پاكستان مانوومنټ او د لوك ورثه د ميوزيم دوره وكړه او د اسلام آباد د ښكلا ئې ستائنه وكړه۔ د اے پي پي تر سيوري لاندې د خبر رسنو ادارو په نړيوال كنفرنس ﴿آئي سي اېن اے﴾ كښې ګډون كولو لپاره راغليو غېر ملكي استازو د رارسېدو نه پس د وفاقي پايه تخت اسلام آباد د بېلا بېلو ځايونو سېل وكړو۔ په دوي كښې د آذربائيجان د سټېټ نيوز اېجنسې چيف كورسپونډنټ مېلي كووا كېزي ګونل٬ د آذربائيجان د استقلال ډاټ اے زېډ د ډيپارټمنټ اف انفارمېشن مشره ممادوا لاچن٬ د بلغاريه د نيوز اېجنسې ډائرېكټر وېډيو نيوز بريانكا دمتروا۔ د چائنه ډېلي ډاټ كام ډاټ سي اېن ډپټي اېډيټر ??نچيف لي جن٬ د چائنه ډېلي ډاټ كام ډاټ سي اېن ډپټي ډائرېكټر ??ف سټرټيجك كواپرېشن ډيپارټنمټ ليو يوشا٬ د مصر د مډل ايسټ نيوز اېجنسي اېډيټنګ منېجر ردا سيد احمد عباس الشېزلي۔ د اېران د اسلامك ري پبلك نيوز اېجنسې ﴿ارنا﴾ اېډيټر ??نچيف فردين پازوېكي او د مهر نيوز اېجنسي ډومېسټك نيوز جنرل ډائرېكټر محمد مهدي رحيمي٬ د ??زا??ستان د كازن فارن انټرنېشنل نيوز اېجنسي جنرل ډائرېكټر ??سكر امروف٬ د لبنان د نېشنل نيوز اېجنسې جنرل ډائرېكټر ??لا??يمان لاوري٬ د اومان نيوز اېجنسې ډائرېكټر ??نرل او اېډيټر ??نچيف محمد الارېمي٬ِ د رومانيه د نيوز اېجنسې ډپټي جنرل ډائرېكټر نېكولائي كلاؤډيا وكټوريا٬ د سوډان د سونا نيوز اېجنسې اېډيټر محمد عثمان٬ د سوريې د ثنا نيوز اېجنسې هېډ آف انګلېش ډيپارټمنټ محمد ماذن عيون٬ د تيونس د نېشنل نيوز اېجنسې ډائرېكټر ??ف اېكسټرنل رېلېشن اېلوئي چاوكي او د تركيې د اناطوليه نيوز اېجنسې انټرنېشنل نيوز چيف اېډيټر فاروق توكات٬ د انډونېزيا د انتارا نيوز اېجنسې سينئر نيوز اېډيټر ??ېلسوان اېزلي او د سعودي عرب د يونين آف او آئي سي نيوز اېجنسې نيوز اېډيټر ??لصادق بشري بابا كېر هارون شامل وو۔ استازو د مارګله د غره په لمن كښې د سياحتي ځائ دامن كوه دوره وكړه۔ د وفاقي پايه تخت اسلام آباد د ښكلا ستائنه كولو سره استازو خپل تاثرات وړاندې كولو سره وو??يل چې د زړه راكښونكې او فطري حسن لرونكې دامن كوه څخه د اسلام آباد ښكلې نظاره د كتلو وړ ده٬ كومه چې به تل ياد ساتلې شي۔ غېر ملكي استازو په دامن كوه كښې عسكونه هم وويستل۔ غېر ملكي استازو د پاكستان مانوومېنټ او د لوك ورثه د ميوزيم دوره هم وكړه۔ د دې نه پس دوي د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان د مركزي دفتر دوره وكړه چرته چې د اے پي پي منېجنګ ډائرېكټر مسعود ملك او اېګزېكټو ډائرېكټره طاهر حسن٬ ډائرېكټر نيوز اكرم ملك د دوي هركلې وكړو۔ غېر ملكي استازو ته د اے پي پي د چارو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د اے پي پي اېم ډي د غېر ملكي استازو مېلمستيا هم وكړه۔