د قامي سلامتيا كمېټۍ 25 مه غونډه د وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك په مشرۍ كښې وزيراعظم هاؤس كښې وشوه
اسلام آباد ۔ 8 جون (اے پی پی) د قامي سلامتيا كمېټۍ د ګډې هدفونو او مقصدونو ترلاسه كولو له فنانشنل اېکشن ټاسک فورس (اېف اے ټی اېف) او نورو نړيوالو ادارو سره په ګ??ه كار كولو له د خپل لوظ پخلې كړې۔ د قامي سلامتيا كمېټۍ 25 مه غونډه د جمعې په ورځ د وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك په مشرۍ كښې وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ غون??ه كښې ددفاع او خارجه چا??و و??ير عبداﷲ حسین ھارون، د خزانې وزيرې شمشاد اختر، داخله و??ير محمد اعظم خان، د قانون وزیر ٬ اطلاعاتو او خپرونو وفاقي و??ير سید علی ظفر، د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټی چیئرمین جنرال زبیر محمود حیات، د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوه، د پاك سمندري ځواك مشر ایډمرل ظفر محمود عباسی، د پاک فضائیې مشر ایئر چیف مارشل مجاھد انور خان، د قامي سلامتيا سلاكار لېفټېننټ جنرال ناصر خان جنجوعھ، ډی جی آئی اېس آئی لېفټېننټ جنرال نوید مختار او مشرانو سول او پوځي چا??واكو ګډون وكړو۔ غون??ه كښې هېواد كښې د سلامتيا مجموعي وضعې جاج واخستلې شو۔ د خزانې وزيرې غونډې ته د فنانشل اېكش ټاسك فورس پېرس كښې د راروانې غونډې او د اېف اے ټی اېف غوښتنو ترسره كولو له د هېواد لخوا پورته كړې شويو انتظامي او قانوني ګامونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ غونډې په دې لړ كښې تر دې دمه په شوي پېش رفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ كمېټۍ هدايت وكړو چې راروانه غون??ه كښې دې اېف اے ټی اېف سېکرټرېټ پېش رفت څخه خبر كړې شي۔ د قامي سلامتيا كمېټۍ د ګډې هدفونو او مقصدونو ترلاسه كولو له فنانشنل اېکشن ټاسک فورس (اېف اے ټی اېف) او نورو نړيوالو ادارو سره په ګ??ه كار كولو له د خپل لوظ پخلې وكړو۔ وزیراعظم غونډه امريكائي دوهم اولسمشر مائيك پينس سره په 7 جون شوې خپلو تېلېفوني خبرو څخه هم خبر كړه