اسلام آباد 27 جولائی (اے پی پی) پاكستان كښې د سعودي سفير عبدالله الزاهراني د جمعې په ورځ بني ګاله كښې د پاكستان ت??ريك ان??اف چيئرمېن عمران خان سره ملاقات كړې۔هغه په ټول ټاكنو ګټلو د سعودي فرمانروا لخوا مباركي او مباركۍ پیغام ورسولو او پاكستان كښې انتخابي عمل بشپړیدو باندې د اطمينان څرګندونه وكړه۔د پاكستان ت??ريك ان??اف مركزي مېډيا ډيپارټمنټ څخه جاري شوي بيان له مخې د سعودي سفير وئېلي د پاكستان ت??ريك ان??اف چيئرمېن خطاب مثبت او جامع وو۔د تحريك ان??اف چيئرمېن لخوا د سعودي عرب په اړه چې د كومو خيالاتو او جذباتو څرګندونه وكړ?? هغې ته د قدر په نظر ګورو۔سعودي سفير ووئيل په پاكستان كښې د اقتدار منتقلۍ عمل بشپړیدو سره به د سعودي ولي عهد د پاكستان دوره كوي۔ بيان كښې وئېلې شوي د سعودي ولي عهد د دې دورې سره به پاكستان اړيكې يو نوې دور له بنياد شي۔سعودي حكومت د تل پشان به په هر سخت وخت كښې پاكستان سره ولاړ وي٬راتلونكې حكومت سره د بشپړه او متحرك سفارتي اړيكو خواهش لرو۔په دې موقع د تحريك ان??اف چيئرمېن لخوا د سعودي سفير هركلے وكړو۔ده د سعودي حكومت په خاص توګه د فرمانروا لخوا مباركۍ بېغام او نيلو هيلو مننه وكره۔عمران خان ووئيل سعودي عرب او اسلامي هېوادونه د پاكستان باوري دوستان دي۔د تحريك ان??اف حكومت به د پاك سعودي سره اړيكو ته يو نوې ولوله وركوي۔ده ووئيل سعودي ته زمونږ خارجه پالېسۍ كښې يو خاص مقام ترلاسه دې۔د ملاقات په اختتام د تحريك ان??اف چيئرمېن د سعودي سفير په خوشحالۍ سره رخصت كړو