اسلام آباد ۔ 4 ستمبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد ا??مد وئيلي دي صدا??تي ټاكنې آخري پړاؤ څخه تېرېدونكې دي۔ ډاكټر عارف علوی به لوئې اكثريت سره د پاكستان اولس مشر جوړ شي۔ نن ماښام به د هغه خذمات پ??كستان لپاره وي۔ د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سر?? خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان او عارف علوي به هېواد مخ په وړاندې بوځي۔ په صدا??تي ټاكنو كښې زمونږ په مقابل كښې د مخالفې ډلې دوه كانديدان ولاړ دي او دواړه به ناكامه شي۔ ده وويئل مولانا فضل الرحمن دې نه وړاندې هم صدا??تي ټاكنې كړي ۔ د هغه د اولس مشر جوړېدو خواهش ترسره كېدل راته نه ښكاري۔ ده ووئيل الېكشن كول د هغه جمه??ري حق دے۔ ده ووئيل 12 كاله وړاندې هم زه رېلوے كښې ووم زما د تجربې هېڅ متبادل نشته۔ ده ادعا وكړه په 100 ورځو كښې به رېلوے د خپلې كاركردګۍ په حېث تر ټولو په غوره كچه وي۔ وفاقي وزير ووئيل عارف علوي د ټولو اولس مشر دے۔ دا وئيل چې زمونږ كابينه تجربه نه لري سم?? خبره نه ده