اسلام آباد ۔ 9 دسمبر (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي د تحريك انصاف حك??مت د احتساب په حق كښې دے۔ د احتساب عمل به په سپېځلي ډول مخ واړندې بوتللې شي۔ د اتوار په ورځ يوه مركه كښې ده ووئيل نېب يوه آزاده او خپلواكه اداره ده?? حك??مت د نېب چارو سره هېڅ كار نه لري۔ده ووئيل د نېب موجوده چيئرمېن ټاكنه د پاكستان مسلم ليګ نون پخواني حك??مت كړې وه۔ د شريفې كورنۍ او پي پي پي مشرتابه ټولې مقدمې او رېفرنسز ه?? د پاكستان مسلم ليګ نون په پخواني حك??مت كښی پېل شوې وو۔ ده ووئيل د پاکستان تحریک انصاف حک??مت نیا پاکستان هاؤسنګ سوسائټی او نورې منصوبې بې وزله اولس لپاره پېل كړې دي۔ ده ووئيل اېف آئي اے يوه قومي اداره ده او د جعلي اكاؤنټ لرلو په اړه ټولې پلټنې بايد دا اداره وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پي ټي آئي په اقربا پروروۍ باور نه لري۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ٬ د خېبر پختونخوا ا??لی وزير او د نورو اولسي عهدېدارو ټاكنه په مېرټ شوې ده?? دوئي كښې يو هم د تحريك انصاف چيئرمېن سره كومه خپلولي نه لري۔ ده ووئيل حك??مت نه يوازې قومي ادارې مضبوطې جوړوي بلكې د قانون سرلوړۍ له د ادارو په شا هم ولاړ دے۔