اسلام آباد 14 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پي ټي وي او راديو په يو انتظامي كنټرول كښې راوستلو له ګامونه پورته كولې شي۔ د دواړو ادارو بورډ مو يو كړې۔ پي ټي وي به يوه ګټه وره اداره جوړوو۔ رېډيو پاكستان ??ه دوه كاله كښ?? په خپلو پښو اودروو۔ د جمع?? په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دم?? په مهال د شاهده رحماني د پوښتن?? په ځواب كښې دوهم وزير علي محمد خان ووئيل د پي بې سي د اثاثو په لړ كښې پرېكړه د پي بي سي بورډ آف ډائرېكټرز كوي كوم چې يو مجاز فورم دے۔ د راديو پاكستان يو وارې بيا په خپلو پښو اودرولو او دا يوه ګټه وره اداره جوړولو له به حكومت ګامونه پورته كوي۔ څوكه به بې روزګاره كولې نه شي ولې بياهم په تېرو دورونو كښې ادارو كښې د خپلې خوښې كسان بھرتې كړې شوي ۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د راديو پاكستان ميوزيم كښې دا معلومه شوې چ?? په كال 1960ء كښې ??ه د راديو ټرانسميټر په شمول نورې آلې مونږ پخپله جوړولې ولې اوس هر يو څيز د بهر څخه راغوښتلې شي۔ ده ووئيل راديو پاكستان ته هر كال حكومت 55 اربه 65 كروړه روپۍ وركوي۔ د راديو آمدن 20 كروړه روپۍ دے۔ مونږ ورله يوه بشپړه منصوبه بندي كوو۔ ده وو??ېل د راديو پاكستان او پي ټي وي بورډ مو يو كړې۔ په راتلونكې پړاؤ كښی ??ه دا د يو انتظامي كنټرول لاندې كوو