اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي)?? انفارمېشن ټېكنالوجۍ او د ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير خالد مقبول صديقي وئېلي دي هېواد د ډيجيټلائزېشن پلو بوتللو لپاره اقدامات كوو٬سائبر سېكورټي د هېواد د دفاع غوندې ناقابل تسخير جوړول غواړو۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د ايګنائيټ او د كمپني آف انټيلي جنټ سسټمز نېټ ورك ريسرچ تر سيوري لاندې د اليكټرو كيور ميټر لس سمارټ ميټرنګ مشين تعارفي دستورې ته د و??نا كولو په مهال وك??ی۔ده ووئيل دا مشين به د برېښنا د لائن لاسز او د غلا مخ ني??ي له مرسته كونكې ثابت شي۔ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې د توان ډويژن وزارت سره په ګډه دا مشين په ټول هېواد كښې معرفي كړې شي چې دغسې د برېښنا غلا او نور زيان ختم كړې شي۔په دې لړ كښې د توان وزير عمر ايوب خان سره ملاقات شوې۔په دې موقع د پیښور يو اي ټي وائس چانسلر ډاكټر افتخار ووئيل د دې مشين په جوړولو كښې يو اي ټي پېښور ايګنائيټ او سي آئي اېس اېن آر سره په ګډه كار كړې۔ده ووئيل زمونږ په اداره كښې ?? انجئنرنګ په 17 بېلا بېلو څانګو كښې زده كړې كېږي چې پكښې د لس زره نه زيات زده كوونكي زده كړې كوي