اسلام آباد 02اپرېل (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې و??ير??عظم عمران خان د جهانګير ترين او شاه محمود قرېشي ترمينځه په يو بل پسې په بيان وركولو او په بحث كولو د ناخوښۍ څرګندونه كړی٬په ګوند كښې چې څه هم كېږي حتمي پريكړه عمران خان كوي۔د نهې پھ ورځ ?? بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د وفاقي كابينې په غونډه كښې د جهانګير ترين او شاه محمود قرېشي ترمينځه په شخړه كومه خبره نه ده شوې خو په دې معامله و??ير??عظم عمران خان د ناخوښۍ څرګندونه كړی۔ده ووئيل دواړه لارښود زمونږ لپاره معزز دي۔د هغوي په خپلو كښې خبرو اترو سره به په ګوند كوم اثر نه پريوځي۔ده ووئيل په ټولو ګوندونو كښې دا ډ??ل معا??لا?? روان وي۔په پي ټي آئي كښې يا د اتحادي ګوندونو په اړه كومه هم خبره وي د هغې حتمي پريكړې كولو اختيار و??ير??عظم عمران خان ته ترلاسه دې