اسلام آباد 08 جون (اے پي پي﴾ د وزيرا??ظم د غريبې ختمولو پروګرام خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې حكومت لس لكه غريب خلقو لپاره راشن سكيم پېل كوي او دې لپاره به په سپېځلي ډول كارډونه وېشلې شي٬ هغو ټولو معذورو كسانو ته به كارډونه وركولې شي كوم چې نادرا سره رجسټرډ دي٬ د وزيرا??ظم په هدايت به معذور كسانو لپاره په دوه فيصده كوټه په سختې سره عمل كولې شي٬ معذوره كسانو ته د نوي پاكستان په هاؤسنګ سكيم كښې دوه فيصده كوټه وركولې شي۔ د كفايت شعار پروګرام له مخې به 70 لكه غريب مېرمنو ته وظي??ې وركولې شي او د ضرورت له مخې به د دې شمې??ه زياتولې شي٬ يتيمانو لپاره نوې پاليسې تيارولې شي۔ هغې دا خبرې د خالي په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د وزيرا??ظم خاص مرستيالې ثانيه نشتر ووئيل چې د كال 20-2019 بجټ خو كفايت شعار بجټ د??۔ د سختو مالي حالاتو له امله يو شمېر ادارو په خپله خوښه خپل بجټ كم كړے او زياتو وزارتونو خو د اضافي بجټ غوښتنه هم نه ده كړې۔ په داسې حالاتو كښې د سماجي تحفظ بجټ يو په دوه كول د وزيرا??ظم يو بل مهم قدم د??۔ دا د فلاحي رياست په پلو يو مهم قدم ګڼلې شي۔ د وزيرا??ظم مرستيالې په دې موقع په احساس پروګرام هم خب??ې وكړې۔ هغې ووئيل چې د 500 نه زيات د كفالت مركزونه جوړولې شي چرته به چې ټولې اسانيې موجود وي۔ 30 لكه كورنيو ته به علاج لپاره انصاف كارډونه وركولې شي۔ هغې ووئيل چې غريبانو لپاره د احساس كور كار پېل شوے۔