اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر ??ار?? علوي د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني ته د پاكستان تر ټولو اعلٰي سول ايوارډ نشان پاكستان وركړو۔ د قطر امير په درنښت كښې په ايوا?? صدر كښې يوه خاص دستوره وشوه چې پكښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر٬ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور٬ وفاقي وزيرانو٬ د پارلمان غړو او اعلٰي سول او پوځي چا??وا??و ګډون وكړو۔ د قطر امير ته د پاكستان او قطر ترمېنځه د ورورولې دوه اړ??يز?? اړيكو ته لا وده وركولو لپاره په هڅو كولو تر ټولو اعلٰي سول اعزاز نشان پاكستان وركړے شو۔ د دې څخه وړاندې چې كله د قطر امير ايوا?? صدر ته راورسېدو نو اولس مشر ډاكټر ??ار?? علوي د ده تود هركلې وكړو۔ په دې موقع په ??وا??تي لباس كښې ملبوس ماشومانو د قطر امير ته ګلدستې وړاندې كړې۔ اولس مشر د قطر امير او د هغه د پلاوي په درنښت كښې د غرمې مېلمستيا هم وكړه۔