لاهور 28 جون (اے پي پي) افغان اولس مشر اشرف غني وئيلي دي وزيراعظم عمران خان او نورو مشرانو سره كامياب ملاقاتونه شوي ٬ د پاكستان ا?? افغانستان اړيكې به په راتلونكي وخت كښې لا قوي شي٬ د لاهور د اولس نه مې چې كومه مينه او خلوص ترلاسه كړے٬ شايد چې كوم بل ځاې نه شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د پ??جاب ګورنر چوهدري محمد سرور سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د پ??جاب ګورنر كورودانه بېګم پروين سرور هم موجود وه۔ افغان اولس مشر ووئيل د لاهور د اولس نه مې چې كومه مينه او خلوص ترلاسه كړے٬ شايد چې كوم بل ځائ نه شي۔ ده د لاهور په اړه خپل زاړه يادونه هم تازه كړل۔ په دې موقع د پاكستان ا?? افغانستان په اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ د پ??جاب ګورنر ووئيل د افغان اولس مشر دورې سره به دواړه هېوادونه يو بل ته نزدې شي۔ په افغانستان كښې امن٬ پرمختګ او خوشحالې لپاره پاكستان افغانستان سره ولاړ دے۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې حكومت ټولو ګاونډي هېوادونو سره د دوستې اړيكې غواړي۔ دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمېنځه سولې لپاره د مرستې په زياتولو هم خبرې وكړې۔