اسلام آباد 30 جون (اے پي پي﴾ د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير چوهدري ف??اد حسېن وئيلي دي چې په مسلم ليګ ﴿ن﴾ كښې د تره او ورېرې جګړه ده٬ په ګوند كښې د مريم نواز ??ريف بيانيه چلېږي٬ په ګوند كښې دننه د شهباز ??ريف څوك هم نه اوري٬ بلاول بهټو او شهباز ??ريف په ايوان كښې وزيراعظم ته په سلېكټډ وئيلو خوشحال و او مونږ بجټ منظور كړو٬ اپوزيشن ګوندونه خورېږي٬ وزيراعظم سره د ملاقات كوونكو د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د 12 غړو لسټ به ډېر زر جاري كړو٬ شپږ مياشتې پس به د پاكستان معاشي حالت بدل شوې وي٬ د عمران خان په مشرې كښې په پاكستان كښې كېدونكي پرمختګ سره به خلق د كال 1960م لسيزه هيره كړي۔ د اتوار په ورځ د سائنس او ټېكنالوجې په وزارت كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال چوهدري ف??اد حسېن ووئيل چې امريكې او افغانستان سره په اړيكو كښې ښه والې راغلې٬ اروپائي اېتلاف سره 25 كاله پس د سائنس او ټېكنالوجې په څانګه كښې رابطې بحال شوې دي٬ د افغانستان په قندهار ښار كښې كامسېټس پوهنتون جوړولې شي٬ په افريقا كښې مو هم دا پوهنتون جوړ كړے دے۔ ده ووئيل چې د معيشت اصل چېلنج د ټېكس وصولي ده۔ د معيشت په اړه ښه خبرونه راځي٬ په خارجه محاذ هم ښه خبرونه راځي٬ دا پاكستان لپاره ښه خو اپوزيشن لپاره بد خبرونه دي۔ ده ووئيل چې شهباز ??ريف د مخالفې ډلې مشر چوكۍ نه علاوه د ټولو كمېټو نه استعفٰي وركړې ده٬ هغه كله هم د بحران يا د اپوزيشن په وخت كښې ښهه ليډر نه دې پاتې شوے۔ هغه د مشكل دور ليډر نه دے۔ ده ووئيل چې مريم نواز ?? دې موقعې نه ګټه پورته كولو سره د شهباز ??ريف په مشرې تورتم جوړ كړے۔ په دې وخت كښې په ګوند كښې د مريم نواز ??يانيه چلېږي٬ د شهباز ??ريف خبره څوك هم نه اوري۔ شهباز ??ريف د قومي اسمبلۍ په فلور د ميثاق معيشت خبره وكړه او خواجه آصف په دې ډسك هم وغږولو خو بله ورځ چې كله مريم نواز ?? دې مخالفت وكړو نو خواجه آصف هم بدل شو۔ ده ووئيل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ منتخب كسانو ته د مريم نواز نيت معلوم دے٬ ځكه دوي ګوند پرېږدي۔ دې جهانديده مېرمنې اول خپل پلار نااهل كړو٬ بيا ئې ګرفتار كړو او اوس ئې د ګوند مشري پغاړه اخيستې۔ د هغې په بيانيه د چلېدونكو طلال چوهدري او د دانيال عزيز معلومه وكړئ چې چرته دي۔ چا چې هم په سياست كښې د مريم نواز ??بره منلې٬ هغه تباه شوے۔ ده ووئيل چې د سېنېټ د اوسني چيئرمېن تعلق د بلوچستان عوامي ګوند سره دے او د?? زمونږ اتحادي ګوند دے٬ د سېنېټ چيئرمېن د ټاكنې په وخت د عمران خان دريځ و چې بايد چيئرمېن د بلوچستان يا فاټا نه جوړ شي۔ صادق سنجراني زمونږ كانديد و او مونږ چيئرمېن جوړ كړے دے۔