اسلام آباد 06 اګست (اے ??ي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولات سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ پاكستان سره د اقتصادي اړيكو بهترۍ لپاره د جاپان د خوښۍ هركلي كولو سره ووئيل جاپان سره اړيكې لا قوي كول او په دې كښې پراختيا لپاره به خپل كردار او مرسته روانه ساتو٬ حکومت فنانشل اېکشن ټاسك فورس د ګرے لسټ نه رابهر كولو لپاره ټولې ممكنه هڅې كوي٬ د ترهګرو مالي معاونت او د مني لانډرنګ لاره نيول او خاتمې لپاره د پاكستان د خوارۍ او هلو ځلو امريك?? هم اعتراف كړے ۔ ډاكټر عبدالحفيظ شېخ دا خبرې د نهې په ورځ پاكستان كښې د جاپان سفير کوني نوري مستودا سره ملاقات كښې كړې۔ ډاكټر حفي?? شيخ ووئيل دوه اړخيزه اړيكې د پاكستان او جاپان لپاره ډېر اهميت لري۔ د جاپان سفير د حكومت مالياتي ډلې ته د قيادت په ذمه وارو سنبهالولو مبا??كي وركړه او دوي ته ئې د پاكستان او جاپان ترمېنځه د مرستي په كچه ب??يف??ګ وركړو