اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) و??ير??عظم عمران خان وئيلي دي چې نړۍ دې د هن??وستان د اتومي وسلو په تحفظ او سلامتيا سنجيدګې سره غور وكړي كومې چې د فاشټ ٬ نسل پرست هن??و بالادست مودي حكومت په كنټرول كښې دي٬ دا يوه داسې مسئله ده چې په منطقه بلكې نړۍ ئې هم آغېز كېدے شي٬ په مقبوضه كشمير كښې محصور د 90 لكه كشميريانو ژوند په خطر كښې دے۔ و??ير??عظم عمران خان د اتوار په ورځ په خپل ټويټ پېغام كښې ووئيل چې بايد د مقبوضه كشمير په صورتحال په نړۍ كښې د خطر ټالې ووهل شي۔ ده د ملګرو ملتونو نه غوښتنه وكړه چې هغه دې خپل مبصرين مقبوضه كشمير ته راولېږي۔ د هن??ي مسلمانانو د حالت زار په اړه و??ير??عظم ووئيل چې 40 لكه هن??ي مسلمانان حراست او د شهريت منسوخې سره مخ دي۔ د آر اېس اېس غونډګان په ټول هن?? كښې تباهي كوي۔ و??ير??عظم ووئيل چې په هن?? فاشټ هن??وانو د الماني نازيانو په شان قبضه كړې۔ جن د بوتل نه رابهر شوے٬ بايد اوس نړۍ د هن?? د اتومي وسلو د حفاظت په لړ كښې فكر وكړي۔ په لويه پېمانه تباهي كوونكې وسله د فاشټ مودي لاس ته ورغلې او بايد نړۍ د دې نوټس واخلي۔ ده ووئيل چې د هن??و بالادستې په اېجنډا چلېدونكي د مودي حكومت نه يوازې پاكستان بلكې د نهرو او ګاندهي د هن??وستان هرې طبقې او په خاص توګه اقليتونو لپاره هم خطر دے۔ نازي نظريه٬ د مودي د بي جے پي او د آر اېس اېس د نسل كشې په بنياد د اېجنډې ترمېنځه تعلق هر چا ته معلوم دے۔