اسل??م آباد 19 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د مدينې رياست په طرز هې??اد فلاحي جوړولو ته وزيراعظم عمران خان پام لرنه كوي٬ د وزيراعظم وژن له مخې د حكومتي اصلاحاتو تږ لاره جوړه كړې٬ پائيدار پرمختګ لپاره حكومت څه سختې پرېكړې هم كړې٬ د هې??اد وروستو پاتې سيمو پرمختګ لپاره احساس پروګرام پېل كړے شوے٬ په نوي پاكستان كښ?? طاقتور او غريب ټولو لپاره قانون يو برابر دے٬ د ترهګرې په ضد جنګ كښې پاكستان د زرګونو په شمېر قربانې وركړۍ ٬ په منطقه كښې امن لپاره حكومت او پوځ په يوه پاڼه دے٬ د افغانستان د امن په عمل كښې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه مهم كردار لري ?? هغې دا خبرې د پي ټي وي نيوز په پروګرام كښې خاص خبرو كښې كړې۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل د منطقې امن باوري كولو لپاره د پاكستان ځواكونو مهم كردار ترسره كړے۔ د ترهګرې په ضد جنګ كښې پاكستان د زرګونو په شمېر قربانې وركړې ٬ هغې ووئېل په منطقه كښې امن لپاره د افغانستان امن ډېر ضروري دے۔ هغۍ ووئيل عمران خان د څو كلونو نه دا دريځ لري چې د افغان مسئلې حل خبرې اترې دي۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل 17 كاله پس پاكستان د افغانستان د سولې د هڅو برخه جوړ شوے٬ د پاك پوځ او د قام په قربانيو په قبائيلي ضلعو كښې امن راغلې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل كله جې زمونږ حكومت جوړ شو نو هې??اد د معيشت پشمول يو شمېر چېلنجونو سره مخ ؤ ۔ د معيشت حال دومره خراب ؤ چې هې??اد ډيفالټ كېدو۔ د حكومت وړومبې هدف معاشي استحكام ؤ ۔ هغې ووئيل په داسې حالاتو كښې په اخراجاتو كښې كمې ??ول ضروري وو۔ د وزيراعظم د كفايت شعارۍ وژن له مخې د حكومت په خرڅونو كښې ځانګړې كمې راوستلې شو۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل په سختو حالاتو كښې قامونو له قرباني ور??ول وي۔ هغې ووئيل د حالاتو تر مخه په دفاعي بجټ كښې هم اضافه اونه كړې شوه۔ اولس د دې پخواني نظام نه ځان خلاصي لپاره عمران خان له مېنډېټ وركړے۔ هغه ووئيل د وزيراعظم د وژن له مخې د حكومتي اصلاحاتو اېجنډا جوړه كړې شوې٬ پائيدار پرمختګ لپاره حكومت څه مشكلې پرېكړې هم كړې ٬ د هې??اد د وروستو پاتې سيمو پرمختګ لپاره احساس پروګرام پېل كړے شوے۔ هغې ووئيل د تېر وخت واكمنو د قانون بالادستې په ځائ آئين د مفاداتو تابع كړے ؤ ٬ په نوي پاكستان كښ?? طاقتور او غريب ټولو لپاره قانون يو برابر دے۔ هغې ووئيل وزيراعظم عمران خان د قائداعظم د پاكستان خوب ته تعبير ور??ول غواړي۔ هغې ووئيل اپوزيشن ته به په دې خبره ځان پوهول وي چې دا سياست نه بلكې پاكستان او كشمير لپاره د يو موټې كېدو وخت دے۔ بايد اپوزيشن په دې حالاتو كښې هې??اد او قام لپاره تعميري كردار ترسره كړي۔ هغې ووئيل پي ټي وي او د نورو ادارو د اصلاحاتو او مستحكولو له هڅې كوو