اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو و??ار?? وفاقي سېكتر اکبر حسېن دراني وئيلي دي د و??ار?? او د ذيلي ادارو چارواكي او ملازمان زمونږ وياړ دي، ګرده نړۍ كښې د پاکستان مثبت تشخص رامخې ته كولو لپاره د اطلاعات او خپرونو و??ار?? مركزي كردار لري۔ وفاقي سېكتر دا خبرې انفارمېشن سروسز اكېډېمۍ كښې د 36م خاص تربيتې پروګرام د پروفېشنرز (36ويں سپيشلائزډ ټريننګ پروګرام) (ايس ټي پي)پاسنګ آٶټ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع دوهم سېكتر ظهور برلاس، د اے پي پي منېجنګ ډائرېكټر طارق محمود خان، دوهم ډائرېكټر جنرل ثمينه فرزين، د انفارمېشن ګروپ سينئر افسر سهېل علي خان او د و??ار?? نور لوړ پوري موجود وو۔ د پاسنګ آٶټ دستورې په مهال د پروبېشنرز لخوا د تخليقي صلاحيتونو عملي مظاهره وكړې شوه۔ وفاقي سېكتر اکبر حسېن دراني د کورس ګډون كوٶنكو ته مباركي وركولو سره ووئيل تاسو په يو فيصده منتخبو خلقو كښې شمېره لرې ٬ د انفارمېشن ګروپ په دې افسرانو د لوي څښتن خاص نظر كرم دے ٬ ستاتو د ژوند يو مهم پړاٶ پېل كېږي٬ په هره څانګه كښې يو ښه استاذ ښه ژوند لپاره لاره ټاكي ۔ ده ووئېل مونږ له به يو بل سره د موازنې روايت نه رابهر كېدل وي۔ ده ووئيل په ملازمت كښې د چېلنجونو مقابله كولو لپاره د نوو كسانو كردار هم مهم دے، ديانتداري، نظم او ضبط سره عزم تر منزله انسان رسوي۔ ده ووئېل ژوند كښې كاميابو لپاره لنډه لار خپلول نه دي پكا۔ ده ووئيل د ژوند مقصد او هدفونه ټاكل پكار دي٬ خواري كول د انسان كا?? دے٬ نتيجې الله پاك وركوي او دې لپاره ??ه خپلو كا??ونو كښې د لوي څښتن مرسته شاملول ضروري ده۔ ده ووئيل کرونا وائرس يو چېلنج دے او دې لپاره احتياط او تحفظ ضروري دے٬ په دې امتحان كښې به مو هم لوي څښتن كاميابوي۔ په دې موقع دوهمې ډي جي ثمينه فرزين د آئي اېس اے د تربيتي پروګرامونو په اړه ګډون كوٶنكي خبر كړل۔ د ستورې په پائې كښې د 36م سپيشلائزډ ټريننګ پروګرام (اېس ټي پي) 14 پروبېشنرز ته سندونه وركړې شول