اسلام آباد 14 اپریل (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوی روژه مباركه كښې په جوماتونو كښې د غونډو او تراويح نمونځ په اړه سفارشات جوړولو له د ټولو صوبو ګورنرانو او علماﺀ کرامو غونډه په 18 اپریل رابللې ده۔ دا پريكړه د نهې په ورځ ایوان صدر كښې په يوه غونډه كښې شو?? چې پكښې د كورنيو چارو وزير اعجاز احمد شاہ، د مذهبي چارو وزير ??یر نورالحق قادری ګډون وكړو۔ په غونډه كښې دې خبرې ته سلا راغله چې اولس مشر به د ټولو صوبو ګورنرانو ،آزاد جمو او کشمیر صدر او علماﺀ کرامو سره ويډيو کنفرنس کوي او د کورونا ??با?? اوسني صورتحال په تناظر كښې به د هغوي سره د تراويح نمونځ په اړه لارښوونې سره اصول او سفارشات له مشاورت کوي۔ د علماﺀ کرامو سفارشات سره به حکومت ته جامع پالیسي جوړولو له مرسته ترلاسه شي۔ په غونډه كښې وګړو ته خواست وكړې شو چې سماجی ښيګړه كښې مرستې لپاره زکوۃ او خیرا?? وركړي كوم چې په دې مقدسه مياشت كښې وركړې كيږي