اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي)اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالي ډاکټر فردوس ??اشق اعوان د شورو په ورځ د پاکستان ټيلي وژن په چېنل د ټېلي اېجوكېشن ټرانسمېشن پېل كول د وزيراعظم د اقدام ستائنه كولو سره ووئيل اوس ??ه هر ماشوم د دې پروګرام د لارې تعليم ترلاسه كوي۔ نجي ټي وي سره خپلو خبرو كښې دې ووئيل د لرې پرتو سيمو ماشومان به ا??س د پېسې خرڅ كولو نه غېر زده كړې كوي ځكه چې دا ټولو لپاره ويړيا پروګرام دے ۔ دې ووئيل وفاق يو شمېر سيمو كښې د ټرانسپورټېشن او د سكولونو نشتوالي له مخئ دا ق??م پورته كړې او د دې نه علاوه د وائرس خپرېدو له امله د تعليمي ادارو بندېدو څخه د بې وسه ماشومانو د تعليم عمل اودرېدلې ٶ۔ ډاکټر فردوس ??اشق اعوان ووئيل دا ټرانسميشن به سهار د اته بجو نه تر ماښام شپږو بجو روان وي۔ او د اول جماعت نه تر دولسم جومات به زده كوٶنكي په كور زده كړې كوي او ټائم ټېبل د مخكښې نه ورك??ې شوې ۔ دې ووئيل د عامو وګړو ماشومانو تعليم لپاره د سركاري او غېر سركاري ادارو په مرسته يو مناسب مېكنزم جوړ ك??ې شوے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د موبائل او انټرنېټ څخه تعليم ترلاسه كولو لپاره د چېنل وېب سائټ ډاٶن لوډ كېدې شي