اسلام آباد ۔ 31 مئی (اے پی پی) د پاكستان بېت المال اېم ډي عون عباس د بلوچستان وروستو پاتې ضلعې باركھان كښې د پاكستان بېت المال لخوا د معذور او مستحق وګړو بحالۍ او مرستې په لړ كښې راجوړه كړې شوې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب ??ښې ده ووئيل دا زمونږ كمزوري ده چې د بلوچستان دې وروستو پاتې ضلعي انتظاميې ته د بېت المال په اړه معلومات نشته۔ د دوهم كمشنر ??ه مشرۍ كښې د ډسټرکټ پولیس آفیسر، ډسټرکټ هېلت آفیسر او د پاکستان بیت المال ضلعی آفیسر په نمائندكۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړې شوې ??ه كومه به چې د ضلع ب??ركھان سره د تعلق لرونكو مستحقو وګړو په اړه خپل سفارشات وړاندې كوي۔ خپل خطاب ??ښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان بې وزله او مزدور وګړو ته د ټولنې د نورو طبقو په ډول د معياري ژوند كولو موقعو په وركولو باور لري۔ وروستو ده د احساس پروګرام ترسېوري لاندې معذوره وګړو ته وھيل چيئرز او د مالي مرستې چېكونه وركړل۔ دستورې ته د قومي اسمبلۍ غړي سردار شازین بګټي او دوهم كمشنر ??حمد ګل خلجی هم خطاب ??كړو