اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړيډاکټر رمېش کمار وئيلي دي چې د هر قسمه قدرتي آفت مخنيوې نه شي كېدې، د صحت سهولتونو بهترۍ پلو پاملرنې ته اړتيا ده٬ هېواد په معاشي توګه مسئلو سره مخ دے۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې خپلو خبرو كښې ده ??وئ??ل 16 ورځې د كرونا وائرس په رنځ كښې د اخته كېدو نه پس بېرته راغلې يم٬ سخت وخت مې تېر كړې لوي څښتن دې چا ته ونه ښائي۔ ده وئيل چې كله د كرونا تشخيص مې وشو نو پ?? پېنډۍ اسلام آباد كښې د هڅو كولو باوجود ما ته د اكسيجن سلېنډر نه دې ت??لاسه شوې٬ كله چې هم قدرتي آفت راځي مونږ ئې مخنيوي نه شو كولې مونږ له به د صحت د خپل نظام په اړه فكر كول وي چې دې كښې څنګه ښوالې راوستلې كېدې شي۔ ده ??وئ??ل په ميډيا دې هم د كرونا په اړه داسې خبرې ونه كړې شي چې ورسره په اولس كښې وېره خپره شي