اسلام آباد 24 دسمبر(??ے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې او د منطقې پرمختګ٬ خوشحالي او امن غواړي۔ د ګل په ورځ په درې ورځنې دوره د روانېدو نه وړاندې پاكستان ټېلي ويژن سره په خاص خبرو كښې ده ووئيل چې سيمه ايزو هېوادونو سره نزدې سياسي او تجارتي اړيكې جوړول د پاكستان تحريك انصاف ?? حكومت وړوم??ې ترجيح ده۔ ده ووئيل چې پاكستان يو امن خوښوونكې هېواد دے او پاكستان نورو هېوادونو او په خاص توګه ګاونډي هېوادونو سره تل د دوستې اړيكو په پالېسې عمل كړے۔ ده ووئيل چې پاكستان ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي او پاكستان تل د شخړو خاتمې لپاره مذاكراتو ته فوقيت وركړے۔ ده د افغانستان٬ اېران٬ چين او د ورسيې په خپله دو??ه رڼا اچولو سره ووئيل چې هغه به پاكستان سره د دې هېوادنو د دوه اړخيزه اړيكو په وده او استحكام خبرې كوي۔ ده ووئيل په دې موقع به سيمه ايز امن او سلامتيا سره سره په افغانستان كښې د امن او ??ما?? په معاملو هم خبرې كولې شي۔ ده ووئيل چې پاكستان د افغانستان امن لپاره هم پوخ عزم لري۔ ده ووئيل چې د ګاونډي هېوادونو ترمېنځه د تجارتي اړيكو مستحكم كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت هېواد ته د ورپېښو ستونزو حل لپاره هڅې كوي چې دغسې هېواد د بحران نه وويستل شي۔