اسلام آباد 30دسمبر (اے پی پی) وزیراعظ?? عمران خان به د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان په بلن?? په 3 او 4 جنورۍ د ترکیې دوره كوي۔ د خارجه دفتر د اړخه د اتوار په ورځ جاری شوې بيان له مخې دا د وزیراعظ?? عمران خان د ترکیې وړومبۍ دوره ده۔ خارجه وزیر شاہ محمود قریشی، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزیر مخدوم خسرو بختیار، د وزیراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤ?? به هم د وزيراعظم سره ملګرې وي۔د دورې په مهال به وزیراعظم د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان سره ملاقات کوي۔ د ملاقات په مهال به د دواړه هېوادونو ترمينځه د مجموعی اړيكو جاج اخستلې شي۔ دې نه ځانله د سيمه ايز او نړيوال صورتحال په اړ?? په چارو به هم غور كولې شي۔ وزیراعظ?? عمران خان به ترکیه كښې بزنس فورم ته د خطاب نه علاوہ د ترکيې سوداګرو او سرمایه کارو سر?? په انقرہ كښې ملاقات کوي۔ بیان له مخې پاکستان او ترکیه خپلو كښې تاریخی اړيكې لري۔ پاکستان او ترکیه خپلو كښې سیاسی، اقتصادی، دفاعی، كلتوري او د اولسي رابطو د لارې قوي اړيكې لري او وخت سره سره دا اړيكې لا قوي كېږي۔ د وزیراعظم د ترکیې دورې سره به د دواړه هېوادونو د حکومتونو او اولس ترمينځه د ورورولۍ اړيكې لا قوي شي۔ دې نه ځانله د دې دورې په نتيجه كښې ب?? په خاص توګه اقتصادی، تجارتی او سرمایه کارۍ په څانګو كښې نوې لارې پرانستلې شي او مرسته به هم زياته شي۔