ا??لا?? آباد 05 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت ??لتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور و??يلي دي چې د كشمير سټېټ پراپرټې ټولې وسيلې او اثاثې امانت دي چې غوره استعمال سره ئې په امدن كښې ښه اضافه كېدے شي۔ ده دا خبرې په ا??لا?? آباد كښې د كشمير سېټېټ پراپرټي ډيپارټمنټ د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔ په غ??نډه كښې د د كشمير او ګلګت ??لتستان چارو د وزارت سېكتر طارق محمود پاشا٬ د كشمير او ګلګت ??لتستان چارو د وزارت جوائنټ سېكتر او د كشمير سټېټ پراپرټي چارواكو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې كشمير سټېټ پراپرټي د اربونو روپو كمرشل٬ د استوګ??ې او زرعي اثاثې لري او د دې ښه امدن ترلاسه كېدے شي خو افسوس چې د تېر و??ت حكومتونو په وخت كښې د دې اثاثو حفاظت او انتظام ته پام نه دے شوے او د زياتره پراپرټې نه ډېر محدود امدن ترلاسه كېږي۔ د غونډې په مهال وفاقي وزير د اړوند چارو نه خبر كړے شو۔