اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي چې دا ايوان د وزيراعظم٬ سپيكر او د دوهم سپيكر ټاكنه كوي٬ په دې كښې چا ته هم سلېكټډ وئيل د دې ايوان د استحقاق مجروح كولو مترادف دي٬ مونږ به د استحقاق تحريك رواړو چې ك??م هم غړے دې چوكو لپاره د ټاكل شوي غړي سپكاوې و??ړي?? بايد په ضد ئې كارروائي وشي۔ د اتوار په ورځ د احسن اقبال لخوا په خپله وېنا كښې وزيراعظم ته د سلېكټډ په وئيلو په خپل غبرګون كښې وفاقي وزير عمر ايوب خان ووئيل چې په رول 32 كښې ليكل شوي دي چې د وزيراعظم٬ سپيكر او دوهم سپيكر ټاكنه څنګه كېږي٬ مونږ د استحقاق تحريك راوړل غواړو ٬ د داسې خلقو په ضد كوم چې د دې ايوان ماحول خرابوي۔ وزيراعظم ته سلېكټډ وئيل د ايوان سپكاو?? دے٬ هر يو غړے ټاكل كېدو سره را??لې٬ په را??لونكي وخت كښې داسې الفاظ نه دي استعمالول٬ داسې مونږ په خپله د ځان سپكاوې كوو۔