اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د ا??لامي هېوادونو تنظيم ﴿او آئي سي﴾ د هند لخوا د مقبوضه جمو او كشمير د خاص حيثيت په ختمولو اندېښنه ښودلې او واضحه كړې ئې ده ??ې د مقبوضه جمو او كشمير آئيني حيثيت بدلول د هند يو اړخيزه اقدام دے۔ د خالي په ورځ ?? او آئي سي د جنرل سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چ?? او آئي سي د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير خاص حيثيت تسليموي ٬ او آئي سي په دې خبره مكمل باور لري د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قرادادونو له مخې حل كېدے شي۔ او آئي سي كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه كړې او د كرفيو ختمولو غوښتنه ئې كړې۔ او آئي سي په مقبوضه كشمير كښې د مواصلاتي نظام بحالې او كشميريانو ته د دوي بنيادي حقونو وركولو غوښتنه هم كړې۔ او آئي سي وئيلي دي چ?? د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قرادادونو له مخې حل كېدے شي۔