اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پی پی) د وزير??عظ?? د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې په وفاقي پايه تخت كښې د انساني لاسونو زنځير او په ګرد هېواد كښې بې ګناه كشميريانو سره د يو والي څرګندونې مقصد د نړيوالې ورورولۍ٬د بشري حقونو علمبردارو او نړيوالې مېډيا ضمير راويېښول دي٬وزير??عظ?? عمران خان نن هم دا پېغام وركړې چې مونږ به د بې ګناه كشميريانو لپاره په هر فورم غږ پورته كوو٬وزير??عظ?? د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په شمول په هر فورم د كشمير مسئله په بشپړه توګه پورته كړې او د هند ظلم٬ بربريت او مكروهه څېره ئې په ډاګه كړې۔ هغې دا خبرې د جمعې په ورځ په ډي چوك كښې د انساني لاسونو جوړ كړې شوي زنځيز كښې ګډون كوونكو ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔ د اېكسپرېس وے چوك نه تر ډي چوك د برغو ښارونو اسلام آباد او پنډې ماشومانو٬ مېرمنو٬ مشرانو او زده كوونكو په لويه شمېره د انساني لاسونو زنځير جوړ كړو۔ ګډون كوونكو په لاسو??و كښې د كشمير بېرغ پورته كړې و او د هند په ضد ئې سختې نع??ې وهلې٬ په فضا كښې د كشمير بنے ګا پاكستان نع??ې اورېدلې كېدې۔ ګډون كوونكو ته په خپله وېنا كښې د وزير??عظ?? د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې نن په لويه شمېره خلقو كشميريانو سره د يووالي څرګندونه كړې۔ نن د پاكستان 22 كروړه اولس په كشميري اولس د كېدونكي ظلم په ضد احتجاج كوي۔ دې ووئيل چې هند د 20 لكه كشميريانو نه آزادۍ سره د رائې څرګندونې حق اخستلو سره دوي په قېد كښې اچولي دي۔ دا انساني زنځير به د هندي ??نځيرونو ماتولو سبب وګرځي۔ دې ووئيل چې دا آواز به نه يوازې كشميريانو