اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ ډپلوميټك انکليو كښې د چين د پخواني سفارت دوره كړې ۔ په دې موقع پاكستان كښې د چين سفير ياٶ جنګ ?? خارجه وزير هركلې وكړو۔ په دې موقع خارجه سېكتر سهېل محمود، خاص سېكتر معظم خان، ?? خ??رجه دفتر ويانده عائشه فاروقي او د خارجه وزارت لوړ پوري هم خارجه وزير سره ملګري وو۔ د چين حکومت د فارن سروس اکيډمۍ منتقلۍ لپاره د چين د پخواني سفارت وداني خارجه وزارت ته د سپارلو وړاندېز وركړې ٶ۔ خارجه وزير د چين حكومت لخوا د خېرسګالۍ جذبې له مخې دا وړاندېز د مننې سره قبول كړې ٶ۔ د چين سفارت لخوا د دې ودانۍ رنګ ??وغن او ښكلا نه پس به دا خارجه وزارت ته سپارلې شي او په ودانۍ ټول خرڅونه به د خېرسګالۍ جذبې له مخې د چين حكومت پورته كوي۔ خارجه وزير د خېرسګالۍ جذبې په دې اقدام د وزيراعظم عمران خان لخوا هم د چين چارواكو خاص مننه وكړه۔ د چين سفارت دا وداني 80 كناله د??۔ په دې موقع خارجه وزير د ودانۍ د ??ېل?? بېلو برخو دوره هم وكړه٬ فارن سروس اکيډېمي به د رنګ ??وغن او ښائسته كولو نه پس د چين لخوا د ډالۍ په توګه وركولې شي