اسلام آباد ۔ 01 جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم د موسمياتي بدلون سلاكار ملك امين اسلم وئيلي دي كال 2020ﺀ كښې حكومت اولس ته ر??ليف وركولو له بېلې منصوبې پېل كوي۔ مخالفه ډل?? خپله كرپټ مشرتابه بچ كولو له چغې سورې وهي۔ دوئي يو كال كښې اسمبلۍ مخ په وړاندې تللو ته پرېښودلې نه ده۔ په آرمي اېكټ كښې بدلون ته اړتيا وه۔ وفاقي كابينې بدلون منظور كړې دې۔ د شورؤ پهورځ پارلېمنټ ها??س څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په نړۍ منډۍ كشی د پټروليم مصنوعاتو بيعې زياتېدو سره هېواد كښې د پېټرولو بيعه زياته شوې ده۔ كال 2019ء اولس لپاره يقينا ً سخت كال تېر وې ولې روان كال اولس لپاره غوره او د آسانيو كال دې۔ د تحریک انصاف حکومت روان كال كښې بېلې منصوبې پېل كوي په كومو كښې چې د ها??سنګ په څانګه كار پېل كولې شي۔ دغسې د احساس پروګرام ترسېوري لاندې ځوانانو له پروګرام پېل كولې شي۔ ددې پروګرام ترسېوري لاندې د 6 اربه ر??پو پېكج به بې وزله اولس له د خوراك څښاك څيزونو كښې د سبسډي په توګه كارولې شي۔ ده ووئيل وفاقي كابينې آرمي اېكټ كښې بدلون په يو?? خله منظور كړې دې۔ دا اېكټ به نن قومي اسمبلۍ ته منظورۍ له وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل حكومت غواړي چې مخالفه ډله د نېب قانونونو په شمول په نورو قانونونو كښې د بدلون په لړ كښې د حكومت ملګرتيا وكړي۔ د نېب قانون كښې بدلون به پرائيوېټ څانګې او بېوروكرېسي له ښه ثابت شي۔ ده ووئيل اپوزيشن د هغه خلقو دفاع غواړي كومو چې هېواد لوټ كړې دې۔ دغه خلق ب?? خپل انجام سره مخ كولې شي